د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦
د 1403 لمریز کال د غویي له 23 نېټې څخه تر 24 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل
📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.
🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (دبدخشان، تالفان، بغلان، پنجشیر، غوربند، کابل، لوگر، میدان وردک، کنر او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.
👮👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.
يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي