غزني ولایت کې د تالاب حسینی ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
Tue, May 14 2024 9:51 AM
1

د غزني ولایت د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د غزني ولایت د خوګیاڼو او واغظ ولسوالیو د تالاب حسیني ذخیروي بند لومړنۍ، ټولنیزه، اقتصادي، چاپېریالي او توپوګرافي سروې ترسره کړه.

د نوموړې بند په جوړېدو سره به د غزني ولایت په مرکز کې د غیب قلندر، توحید آباد، سلطان محمود ښارګوټي او یو شمېر نورې سیمې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او همدارنګه به د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لامل هم شي.

User account menu