د سلما بند وضعیت مثبت وارزول شو
د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفی آغا، د ښکتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس مفتي سردار ولي مزمل او ورسره مل تخنیکي ټیمونو د سلما بند وضعیت د ارزولو په موخه د یاد بند له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د سلما بند له مسئولینو، د اوبو او انرژي وزارت له پلاوي او د برېښنا شرکت له مسئولینو سره په لیدنه کې یې د نوموړي بند د مدیریتي چارو په هکله هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
نوموړي مسئولینو د سلما بند وضعیت مثبت وارزول او د یاد بند د چارو د لا غوره مدیریت په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.