د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د سرپل له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو مدیریت د پروژو په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د سرپل له والي محترم الحاج محمد یعقوب عبدالرحمن"اکه" سره وکتل او د هغه ولایت د پروژو په ځانګړې توګه د سلطان ابراهیم بند پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د سرپل والي ته ډاډ ورکړ، چې د سلطان ابراهیم بند پروژې چارې چې ټاکل شوې ده د ملي پراختیا شرکت په مشارکت سره پرمخ یووړل شي، د اوبو او انرژي وزارت په لومړیتوبونو کې ده او انشاءالله په نږدې راتلونکې به یې د ډیزاین او پلي کېدو چارې پیل شي.
