غزني ولایت کې د زردرګین ذخیروي بند او د شش چکډم لومړنۍ سروې ترسره شوه

د غزني سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د غزني ولایت په ناور ولسوالي کې د زردرګین ذخیروي بند لومړنۍ او چاپېریال ساتنې سروې او د اجرستان ولسوالي په عثمان خېلو کلي کې د شش چکډم لومړنۍ او چاپېریال ساتنې سروې ترسره کړه.
د نوموړي بند او چکډم په جوړېدو سره به نږدې ۳۶۰۰ جریبه ځمکه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي او همدارنګه ۱۲ زره جریبه ځمکه خړوبه او د ځمکې لاندې اوبه به هم پیاوړي شي.