د سیاه سنګ پوزه لیچ عمومي کانال د بیا پرانیستلو چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه
د پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس الحاج ملا رحمت الله اماني او ورسره مل تخنیکي ټیم د سیاه سنګ پوزه لیچ عمومي کانال د بیا پرانیستلو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړی کانال د فیروزکوه ښار د کرنیزو اوبو سرچینه ده، چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوی او د غور ولایت مقام په ملاتړ سره یې د بیا پرانیستلو چارې پیل شوې دي.
