خوست ولایت کې د نرګیسي خوړ چکډم چارې نږدې ۱۷ سلنه پرمخ تللې دي

د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د خوست ولایت په تریزائي ولسوالي کې د نرګیسي خوړ چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
اوسمهال د نوموړي چکډم چارې نږدې ۱۷ سلنه پرمخ تللې دي.