د کندز ولایت په آقتاش ولسوالي کې د کروندګرو د ځان بسیاینې ترسرلیک لاندې غونډه جوړه شوه

mew-admin
Tue, May 28 2024 2:07 PM
1

دغه ناسته د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت له لوري د کندز ولایت د آقتاش ولسوال محترم مولوي عصمت الله اسامه، میر آب باشانو، کوک باشانو، چک باشانو او قومي مشرانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کروندګرو د ځان بسیاینې د تګلارې په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغې تګلارې پر بنسټ ګروندګر کولای شي ، چې خپلې ستونزې په خپل مټ په چټکۍ سره هوارې کړي او د کانالونو اړوند ستونزې به د ټولو شوو پيسو په واسطه د نوموړي ولسوالي له اړوندو ادارو او سیندیزې حوزې سره په همغږۍ په عاجل ډول هوارې شي.

همدارنګه د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو خپلې ستونزې د پنج آمو سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره شریکې کړې.

User account menu