د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئيس سره د دغه وزارت اړوند فعالیتونو په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رئيس محترم سهیل شاهین سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه په هېواد کې د اوبو او انرژي د مدیریت په برخه کې د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په هېواد کې د اوبو او انرژي د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره وویل، سره له دې چې وزارت د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې د یو لړ امکاناتو د کموالي او بودجوي محدودیتونو سره مخ دی؛ بیا هم د دغه وزارت فعالیتونه په ښه توګه جریان درلودلای او په هېواد کې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
