بدخشان ولایت کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Wed, Jun 05 2024 12:00 PM
1

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالي په چاوید کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژه چې د سیند د څنډو د ویجاړیو د مخنیوي په موخه په لاره اچول شوې ده، چارې یې ۵۵ سلنه پرمخ تللې دي.

دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د شل میلیونه، نهه سوه او دوه اتیا زره (۲۰،۹۸۲،۰۰۰) افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پروژه کې د سیمې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

User account menu