د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خروار ولسوالي له مشرانو سره د خروار بند پروژې د پرمختګ د وضعیت او د هغه د استملاک په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولایت د خروار ولسوالي له مشرانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي مشرانو د وزارت د رهبري مقام څخه د خروار بند پروژې د ملکیت او د استملاک موضوع د چارو د چټکتیا په موخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت د اړوندو چارو د پرمخ وړلو په برخه کې به د نوموړې پروژې د استملاک په موخه ژر تر ژره اړینه رسیدګي وشي.
