د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې د سترو قراردادونو د څېړنې ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Jun 09 2024 4:20 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت معین محترم مولوي شرف الدین، د اقتصاد وزارت معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د چارو ادارې عمومي ریاست د تدارکاتو مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د نورو وزارتونو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د پروژو قراردادونه لکه: د نغلو بند  د بیارغونې او د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو څېړنه، د نغلو بند د ساتنې لپاره د مشورتي شرکت ګومارنه، د بامیان د مرکزي سیمو د برېښنا توزیعي شبکه، د بامیان د ۲۲۰ کیلو ولټ سب سټیشن ډیزاین، نصب او چمتو کول، د دوشي د 220/20 کیلو ولټ سب سټیشن،  له دوشي څخه تر بامیانو پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي د انتقال پروژې او د کنړ ولایت د مرکز اسعد آباد د ۲۲۰ کیلو ولټ د سب سټیشن د جوړولو پروژه و څېړل شوه.

د ناستې په بهیر کې، د هرې موضوع په هکله په هر اړخیزه توګه بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې وشوې، ترڅو له اقتصادي کمېسیون سره شریک شي.

User account menu