د دهلې بند اوبه د کندهار  ولایت د اوو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

mew-admin
Tue, Jun 11 2024 4:26 PM
1

د ارغنداب د سیندیزې حوزې د رئيس محترم ملا سید محمد شرافت په مشري یوه غونډه د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو او د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو د استازو او میرابانو په شتون کې ترسره او پریکړه وشوه، چې د دهلې بند اوبه دې د دغه ولایت د اوو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شي.

د نوموړې حوزې مسؤلین د نوموړي بند اوبه کنټرول، تنظیم او څارنه ترسره کوي.

User account menu