پکتیکا ولایت کې د ۴۱ کانالونو معلومات را ټول شول
د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او سروضه او ارګون ولسوالیو کې د ۴۱ کانالونو د اوبو اعظمي او اصغري جریان او د کانالونو د اوږدوالي او پلنوالي په هکله معلومات را ټول کړل.
همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د نوموړو کانالونو د سرچینې ، د ځمکې د خړوبولو د کچې او د ګټې اخیستونکو کسانو د شمېر په هکله هم اړین معلومات راټول کړل او د الړۍ دوام لري.
