د فاریاب ولایت ځینو قومي مشرانو  او زمین دارانو ته د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ شو

mew-admin
Sat, Jun 22 2024 4:04 PM
1

د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د میمنې له یو شمېر مشرانو او زمین دارانو سره وکتل او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د میمنې مشرانو د اوبو د کموالي ستونزې د نوموړې حوزې له رئيس سره شریکې کړې او د دغې ستونزې د هوارولو لپاره د سرحوض د اوبو ذخیروي بند د والونو دخلاصولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړې حوزې رئيس د میمنې مشرانو او زمین دارانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د اړتیا پر بنسټ به د نوموړي بند مسؤلینو ته لارښوونه وکړي چې د بند والونه د څو ورځو لپاره خلاص پریږدي.

User account menu