د تالقان او اشکاشم سیندیزو فرعي حوزو نوې ټاکل شوي رئيسان همکارانو ته ور وپېژندل شول

mew-admin
Mon, Jun 24 2024 9:04 AM
1

محترم سراج الدین وهاج د تالقان سیندیزې فرعي حوزې د نوې رئيس  او محترم مولوي صبغت الله قانع د بدخشان ولایت د اشکاشم سیندیزې فرعي حوزې د نوې رئيس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شول.

په دغه غونډه کې، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او نوې ټاکل شوو رئيسانو ته یې د مبارکي ویلو ترڅنګ په ورسپارل شوو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

User account menu