د بغلان سیندیزې فرعي حوزې نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
Thu, Jun 27 2024 9:32 AM
1

محترم ملا محمد عمر انس چې تر دې مخکې د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله، اوس د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د لزوم دید پر بنسټ د بغلان سیندیزې فرعي حوزې د رئيس په توګه ټاکل شوی او د پنج آمو  سیندیزې حوزي د عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت له لوري په يوه غونډه کې د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د نوموړې حوزې د نوي رئيس په پېژند غونډه کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او نوي رئيس ته یې په ورسپارل شوو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

User account menu