د ګوملې سیندیزي فرعي حوزي  او د پکتیکا پوهنتون ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
Thu, Jul 04 2024 11:34 AM
1

دغه هوکړه لیک د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر او د پکتیکا د پوهنتون رئيس محترم شبیر احمد عباس ترمنځ د دواړو ریاستونو د یو شمېر مسؤلینو په شتون لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، نوموړي ریاستونه د څېړنیزو پروژو په سرته رسولو، د ګډو فرهنګي غونډو په جوړولو، له یو بل سره د خپلو لاسته راوړنو او تجربو شریکولو، په علمي، فرهنګي، څېړنیزو، ټکنالوژي او زده کړه ییزو برخو او همدارنګه د پوهنتون زده کړیالانو ته د لنډ مهاله او اوږدمهاله روزنیزو پروګرامونو په جوړولو کې همکاري کوي.

User account menu