په بغلان ولایت کې د پنځو کانالونو د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه
د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد عمر انس د دغه ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا د مرکزي بغلان د اجمیر، جنقارق، ابقول، سرکاري او امارتي کانالونو د ټولنو له رئيسانو، میرابانو او یو شمېر کروندګرو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، له ښاغلي انس سره د پېژندنې ترڅنګ د نوموړو کانالونو د ستونزې واورېدل شوې او د هوارولو په موخه یې د بېلابېلو لارو چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.