تخار ولایت کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي او ورسره مل تخنیکي ټیم د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي اړوند په یتیم تپې کلي کې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو پروژې د لومړي لاټ(برخې) څخه تر اووم لاټ پورې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
ښاغلي مشواڼي اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې او همدارنګه یې د سربند په سیمه کې د ویجاړ شوي ځای څخه هم لیدنه وکړه.