هرات ولایت کې د پنځو کانالونو میرابانو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې

mew-admin
Tue, Jul 09 2024 3:06 PM
۱

هرات ولایت کې د زنګي صباح، تحویج، قیمست، رباط میرک او آسیاکل کانالونو میرابانو ته د یوې ناستې په ترڅ کې د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل او د دغه ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

همدارنګه په دغه ناسته کې ګډونوالو ته د میرآب د سیسټم د ارزښت، د بانکي حساب د پرانیستې د څرنګوالې او د کانالونو د ساتنې او مراقبت په هکله بشپړ معلومات وړاندې شول.

User account menu