د لغمان ولایت د نهر کریم کانال د رغنیزو چارو د پیل په موخه بینچمارکونه وښودل شول

mew-admin
Sun, Jul 14 2024 2:59 PM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر سید عبدالرحیم سادات د ایف، اې، او سازمان او د لیذر افغان او پښتون مفتون ودانیزو شرکتونو د مسؤلینو په شتون کې د نهر کریم کانال د رغنیزو چارو د پيل په موخه بینچمارکونه وښودل شول.

د نوموړي کانال رغنیزې چارې به د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د لیذر افغان او پښتون مفتون ودانیزو شرکتونو له لوري د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې په دوو پړاوونو کې پلي شي او د چارو په بشپړېدو سره به یې۲۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او لسګونو کسانو ته  د کار زمینه چمتو شي.

User account menu