په هریرود- مرغاب عمومي سیندیزه حوزه کې د سلما بند د اوبو د خوشي کولو په موخه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا تر مشري لاندې د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل، د چشت، اوبه، پښتون زرغون، ګذرې او انجیل د ولسوالانو او د نوموړو ولسوالیو د خلکو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د سلما بند د اوبو د خوشي کولو د ارزښت او د هر اړخیز مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پرېکړه وشوه، چې د سلما بند اوبه دې د 27 ـ4 ـ 1403 نېټې څخه د اووه نیمو شوا روزو لپاره د ګذرې او انجیل ولسوالیو د ځمکو د خړوبولو او له هغه وروسته دې د اووه نیمو شواروزو لپاره دې د چشت، اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره خوشي شي.