د ملي پراختیا شرکت اړوندو پروژو څخه د څو سترو پروژو قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیول شول
د سترو پروژو د قراردادونو د څېړلو د تېرو ناستو په دوام کې، دغه ناسته هم د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کليو پراختیا وزارت معین محترم مولوي شرف الدین، د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د یو شمېر نورو وزارتونو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د کابل سیند د پاکاري او تحکیماتو د لومړۍ برخې پروژه، د تاج بیګ ماڼۍ د بیارغونې پروژه، د کابل ښار د اوبو د مدیریت پروژه، په فراه ولایت کې د اوبو بند د جوړولو او د نوي کانال د کېندلو پروژه او د ملي پراختیا شرکت اړوند یو شمېر نورې سترې پروژې تر مطالعې او څېړنې لاندې ونیول شوې.
د ناستې په بهیر کې، د هر قرارداد په هکله په مفصله توګه بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې وشوې، ترڅو د اقتصادي محترم کمېسیون سره شریکې شي.
