کاپيسا ولایت کې د اوبو سرچینو د څلورو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په هغمږي سره د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالي په ظلم خېلو کلي کې د سرنګ آب سیلبر د استنادي دېوال د څنډو تحکیم کاري، په عصمت خېلو کلي کې د آله سای سیلر د څنډو تحکیم کاري، د شیرداد خېلو کلي د استنادي دېوال او د کراجي کلي د استنادي دېوال تخنیکي سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به په مستقیم ډول د ۲۵۰ کورنیو د برخمن کېدو برسېره، ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۵ جوماتونه او ۶ دیني مدرسې د سیلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.