د اقلیم د شنه بکس جوړول یو عاجله اړتیا ده..

mew-admin
Thu, Apr 25 2019 11:31 AM
mew

د اقلیم د شنه بکس جوړول یو عاجله اړتیا ده.
دا موضوع د اوبو او انرژِۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی لخوا په هغه ورکشاپ کی چې د چاپیریال ساتنې د ملی اداره لخوا د اقلیم د شنه بکس د جوړولو په موخه د سرینا په هوټل کې جور شوی وو د چاپیریال ساتنې ملي اداره عمومي رییس ښاغلی شاه زمان میوندي، د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلی محمد یوسف پشتون، د ترانسپورت وزارت سرپرست ښاغلی یما یاری او د مدني ټولنې غړو په حضور بیان کړل.
د اوبو او انرژِۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د اقلیم د بدلون په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د رول په اړه خبرې وکړې، وویل: د اوبو او انرژۍ وزارت یوه لویه موخه د دې سترې ننګونې سره مبارزه ده او د چاپیریال او د اقلیم د بدلون د پایلو اداره کول یوه لویه ننګونه، نه یوازې زموږ لپاره بلکې د راتلونکي نسلونو لپاره هم دی.
ښاغلی خُلمی د خپلو خبرو په وروستی برخه کې وویل: د اوبو او انرژۍ وزارت د دې موخو د تعقیب او د مسؤلیتونو په پوره کولو کې په ټوله لیوالتیا سره، هڅه کوي چې د دې ننګونې لپاره د حل لاره ومومئ ښاغلي خُلمی د اقلیم د شنه بکس جوړول اړینه وبلله او د هر ارخیزی همکاری ژمنه یی وکړه.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu