پکتیکا ولایت کې د دوو چکډمونو د بیا رغونې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Wed, Aug 07 2024 12:31 PM
1

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت په وړممي او تروې ولسوالیو کې د ډمزمکې او بوزې چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو چکډمونو د بیا رغونې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu