د دوو شرکتونو مسؤلینو د لغمان ولایت د شاهي کانال د دوهمې برخې پروژې او د کله ګوش بند په پروژه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
Wed, Aug 07 2024 12:34 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د مسرور احمدخان او ظفر احمدزي ودانیزو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو د ۷۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د شاهي کانال د دوهمې برخې پروژې او د لغمان ولایت د کله ګوش بند د جوړولو په پروژه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هغوی د پانګونې د لېوالتيا هر کلی وکړ او د نوموړو پروژو ارزښت ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ، چې ډېر ژر دې اړینه همغږۍ رامنځته او د دواړو لورو ترمنځ دې د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي، ترڅو د پروژې عملي چارې پیل شي.

Latest news

Thu, Oct 15 2026 10:45 AM
Background image

Minister of Water and Energy Meets with Saudi Arabia’s Deputy Minister of Energy

2/5/1448 AH, Corresponding to 22/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, Al-Haj Mullah Mohammad Younus “Akhundzada,” accompanied by his. . .

Wed, Oct 14 2026 9:23 AM
Background image

Minister of Water and Energy Visits the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Riyadh

1/5/1448 AH, corresponding to 21/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, Al-Haj Mullah Mohammad Younus Akhundzada, accompanied by his. . .

Tue, Oct 13 2026 10:16 AM
Background image

Minister of Water and Energy Visits International Energy Exhibition at the 17th Energy Forum in Saudi Arabia

29/4/1448 AH, corresponding to 20/7/1405 SH

The Minister of Water and Energy of the Islamic Emirate of Afghanistan, H.E. Alhaj Mullah Mohammad Younus Akhundzada, accompanied by his. . .

BACK TO NEWS

User account menu