د اوبو او انرژي وزارت تخنیکې پلاوي د شیرین تګاب-میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست ته سفر وکړ

mew-admin
Tue, Aug 13 2024 10:23 AM
1

د شمال زون د حوزې همغږي کوونکی او د رسوباتو د ارقامو د ارزیابي انجنیر حسیب الله قریشي او د ارقامو او معلوماتو عمومي مدیر انجینر احسان الله مایار د اوبو او انرژي محترم وزارت د ګمارل شوي پلاوي په توګه د اندازه¬ګیري د وسایلو د تخنیکي ستونزو حل، د سیندیزو زوړندو رسوباتو اندازه کولو، د اوبو د جریان اندازه کولو او د سیمه اییزو ستونزو د حل لپاره د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست ته سفر وکړ.

د نومړې حوزې رییس د ور سپارل شوو چارو په اړه بحث او د اندونو تبادله وکړه او دوی ته یې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

User account menu