د پکتیا ولایت سیندیزې فرعي حوزې چارې و پلټل شوې

mew-admin
Sun, Aug 25 2024 5:39 PM
1

د پکتیا ولایت سیندیزې فرعي حوزې ریاست ته د اوبو او انرژي وزارت د کورني پلټنې ریاست د پلاوي له لورې د دغه ریاست د چارو پلټنه ترسره شوه.

نوموړو پلټونکو د يادې سیندیزي حوزې ریاست د ۱۴۰۲ مالي کال د دندو، مالي، اداري، تدارکاتي، حسابي او وظیفوي چارې وپلټلې.

نوموړي پلاوي د دغه ریاست چارې د پوره روڼتیا، اخلاص او ریښتینولي په توگه وستایلې او د دوی له همکاریو څخه یې مننه وکړه.

User account menu