د اوبو او انرژي وزارت تخنیکی ټیم د فاریاب ولایت د کوچي مېشتو سیمو ته د برېښنا رسونې په موخه نوموړي ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
Mon, Sep 02 2024 4:35 PM
1

د انرژي زونونو د انسجام ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د کوچي مېشتو سیمو ته د برېښنا رسونې په موخه نوموړي ولایت ته سفر وکړ او د شیرین- تګاب میمنې د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز سره یې وکتل.

ښاغلي مبارز د وزارت له تخنیکي ټیم سره په لیدنه کې د نوموړي موضوع په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

User account menu