د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ارزګان ولایت له مشرانو سره په لیدنه کې وویل چې ټاکل شوې ده چې په ارزګان ولایت کې د اوبو د دوو بندوونو چارې پرانیستل شي

mew-admin
Thu, Sep 19 2024 1:50 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج  ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالي له مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، د ارزګان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د آغاجان بند پروژه ډېر ژر پرانیستل کېږي، هغه زیاته کړه چې دغه وزارت په پام کې لري چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د ارزګان ولایت د شفلوغ بند چارې هم هممهاله د آغاجان له بند سره پرانیزي.

ښاغلي منصور همدارنګه یادونه وکړه، چې ارزګان ولایت ته د لمریزې برېښنا یوه پروژه او له کجکي بند څخه د برېښنا رسونې پروژه د دغه وزارت په پلان کې شامل دي چې ان شاءالله په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغوی چارې پیل شي.

User account menu