د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس د ډي، اې، آی مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل

mew-admin
Mon, Sep 23 2024 1:48 PM
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د ډي، اې، آی مؤسسې له مسؤولینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د یادې مؤسسې مسؤولینو د کندز ولایت چهاردرې ولسوالي د عمومي کانال پروژې دویم فاز چارې او د پاک کاري ترڅنګ د نوموړي کانال د سربند د دروازې د رغولو په موخه د یاد ریاست د همغږۍ او همکاري غوښتنه وکړه.

ښاغلي حکمت یادو مسؤولینو ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ او د یادې مؤسسې له تېرو کړنو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

د یادولو وړ ده چې د نوموړې پروژې چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل او ډېرو ځایي اوسیدونکو ته به د کار زمینه برابره شي.

User account menu