د غور ولایت په تولک او پسابند ولسوالیو کې د دوو چکډمونو پروژې بشپړې او د چهارسدې ولسوالي د یو بل چکډم پروژې کار پیل شو

په تولک ولسوالي کې د طهاب چکډم پروژه، په پسابند ولسوالي کې د نورک چکډم پروژه او په چهارسدې ولسوالي کې د ده حاجي چکډم چې د اوبو او انرژي وزارت د پراختیایي بودجې له لوري د ۱۳ میلیونو ۷ لکو ۸۸ زره ۵۷۱ افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې بشپړې او د یوې پروژې کار پیل شو.
د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د غور سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج ملا رحمت الله آماني، د ولایت مقام استازی، ولسوالانو، د تطبیق کوونکو شرکتونو استازو او ځایي مشرانو شتتون درلود.
د غور سیندیزې فرعي حوزې رئیس د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د اوبو د اهمیت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادو پروژو د رغولو موخه د سېلابونو کنترول او د هغوی د زیانونو کموالی، د موسمي اوبو ټولول او د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کول دي.
د یادولو وړ ده چې د تولک طهاب چکډم د ۱۲۰۰۰ مترمکعبه اوبو ذخیروي ظرفیت، د پسابند نورک چکډم د ۱۵۰۰۰ مترمکعبه اوبو ذخیروي ظرفیت او د چهارسدې ده حاجي چکډم د ۱۳۵۰۰ مترمکعبه اوبو ذخیروي ظرفیت لري او د دغو پروژو په پلي کولو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او زرګونه کورنۍ د نوموړو پروژو څخه برخمن کېږي.