د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د باميان سينديزې فرعي حوزې څخه ليدنه وکړه

mew-admin
Thu, Sep 26 2024 10:00 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رياست رئيس مولوي ګل الرحمن "عارف" او عبدالواحد "مياخېل" د باميان سينديزې فرعي حوزې له رئیس، الحاج ملا محمد داؤد "علي" سره وليدل او په دغه ریاست کې د دعوت او ارشاد د درسونو په هکله یې خبرې وکړې.

د يادې ليدنې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست نوموړي پلاوي د باميان سينديزې فرعي حوزې له کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد درسي نصاب آزموينه واخيستله.

User account menu