د سمنګان خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس د سمنګان له والي سره لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Sep 28 2024 5:05 PM
1

د سمنګان خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحافظ مولوي محب الله عادل، د سمنګان له والي الحاج ملا شعیب رسالت سره د ولایت مقام کې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د نوموړې سیندیزې حوزې رئیس له ښاغلي رسالت سره د اوبو او انرژي وزارت د روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې-اترې وکړې.

والي صاحب د یادې سیندیزې حوزې رئیس ته د دغه ولایت له لوري د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu