د اوبو په معینیت کې د پراختیایي بودجې د مصرف څرنګوالي د ارزونې په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه

mew-admin
Sun, Sep 29 2024 2:15 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د رئيسانو په شتون کې د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، د کار د پرمختګ څرنګوالی، د پراختیایي پروژو پلي کولو او د اوبو په برخه کې د پراختیایي بودجې د مصرف څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شول او د پروژو د پلي کولو د اسانتیا په برخه کې د کار او بودجې د اغېزمنتوب د زیاتوالي په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول او اړوندو مسؤلینو ته د اوبو د معین له لوري اړینې سپارښتنې وشوې.

User account menu