تالقان سیندیزې حوزې ریاست کې د میرآبانو او میرآب باشانو د رسمي کولو لومړنۍ غونډه جوړه شوه

mew-admin
Tue, Oct 01 2024 12:25 PM
1

د میرآبانو او میرآب باشانو د رسمي کولو لومړنۍ ناسته د تالقان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د غونډو په تالار کې د مسؤولینو په مشري کې پرانیستل شوه.

په دغه ناسته کې د اړوندې برخې د مسؤولینو له لوري ګډونوالو ته د اوبو پلي شوي لارښوونو سره سم د میرآبانو او میرآب باشانو د فعالیتونو د څرنګوالي په هکله مفصل معلومات وړاندي شول.

User account menu