لغمان ولايت کې د ګلارام چکډم د څه باندې څلور ميليونه افغانيو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

mew-admin
Wed, Oct 02 2024 10:31 AM
1

د لغمان ولايت د مرکز اړوند د ګلارام چکډم د 4.2 ميليونه افغانيو په ارزښت د لغمان د والي محترم شيخ شيراحمد حقاني، د لغمان د سينديزې حوزې رٸيس محترم مولوي شيرجان راشدي او يو شمېر نورو سيمه ييزو مسٶلينو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

نوموړى چکډم د30 متره په اوږدوالي او 4 متره لوړوالي په درلودلو سره جوړ شوى، چې د 3700 متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري

د نوموړي چکډم چارې د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت د لغمان سينديزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي

User account menu