د یو، این، ایف، اې، او موسسې له مسؤلینو سره په لوګر ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وشوې

mew-admin
Sat, Oct 05 2024 4:15 PM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د نوموړې حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي د افغانستان لپاره د یو، این، ایف، اې، او موسسې د اوبولګولو له عمومي رئيس محترم انجنیر سید شریف الله بشیر او مل تخنیکي ټیم سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې رئيس د نوموړې موسسې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د لوګر ولایت د خلکو د ستونزو او په نوموړي ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې.

User account menu