بلخ ولایت کې د اوبو کانالونو د پاکاري او د اوبو د وېشونکو ودانیو د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Sun, Oct 06 2024 10:46 AM
1

د بلخ د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین د بلخ ولایت د قرشیکک او دولت آباد د اوبو کانالونو د پاکاري او د اوبو د وېشونکو ودانیو د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه ښاغلي حقبین د نوموړو کانالونو د پاکاري او د اوبو د وېشونکو ودانیو د بیارغونې د چارو له بهیر څخه د څارنې پر مهال د نوموړو کانالونونو پر ساتنې او مراقبت او د اوبو پر عادلانه وېش او تنظیم باندې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي کانالونه د بلخ ولایت په دولت آباد او بلخ ولسوالیو کې د ۳۲ زره او ۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري .

User account menu