د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار د خصوصي پانګونې د تولیداتو درېیم لوی نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

د یادولو وړ ده چې نوموړی نندارتون د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو لخوا تېره ورځ پرانیستل شو، چې په یاده پرانیست غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر صاحب فاروق اعظم د دغهٔ وزارت په استازیتوب ګډون کړی ؤ.