د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له دوو تنو پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له استازو سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د استانبول جرام پاشا پوهنتون له دوو پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له استازو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، پروفیسورانو او د ترکي شرکتونو د ډلو استازو په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او یادونه یې وکړه، چې لېواله دي؛ ترڅو د انجنیرانو او د افغان زده کوونکو د تخنیکي وړتیا په لوړولو کې هم همکاري وکړي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کېدو او د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا لپاره د کافي شته سرچینو په هکله هغوی ته ډاډ ورکړ، او ټینګار یې وکړ، چې دغه وزارت به د خپل پنځه کلن پلان سره سم په دواړو سکتورونو کې له هغوی سره مشخصي پروژې شریکې کړي، ترڅو د لېوالتیا په صورت کې پانګونه ورباندې وکړي.