پکتیکا ولایت کې د ۱۰ پروژو تخنیکي سروې او د ۷ پروژو مشاهداتي سروې ترسره شوه

mew-admin
Sun, Oct 13 2024 4:20 PM
1

د پکتیکا ولایت د ګوملې سیندیزې فرعی حوزې مسؤلینو په نعمت آباد، شکین او برمل ولسوالیو کې د  یوه سولري پمپ پروژې، د ۵ چکډمونو، ۲ سربندونو،  د یوه ذخیروي بند او د یوه استنادي دېوال تخنیکي سروې او د ۴ چکډمونو او  د ۳ ذخیروي بندونو مشاهداتي سروې هم ترسره کړه.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه پياوړې او د سیمې د زرغونتیا لامل شي.

User account menu