د غور د انرژي ولایتي کمېټې په ناسته کې په غور ولایت کې د طبیعي سرچینو د بالقوه وړتیاوو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه

mew-admin
Mon, Oct 14 2024 10:04 AM
1

دغه ناسته د غور د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس او د انرژي ولایتي کمېټې د مسؤل محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د کلیو د بیارغونې، اقتصاد، چاپېریال ساتنې او برېښنا د رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په غور ولایت کې د طبیعي سرچینو د بالقوه وړتیاوو، د کمېټې د موخو،د کمېټې د لېد لوري د طرحې او د کاري کړنلارې مسودې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پرېکړه  وشوه، چې د ولایتي انرژي د غړو ادارو څخه دې تخنیکي کمېټه وټاکل شي او د ولایتي انرژي کمېټې تر نظر لاندې دې کار وکړي.

User account menu