لغمان ولایت کې د بدیع الاباد کانال د جوړېدو چارې د 350 زره  آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

mew-admin
Wed, Oct 16 2024 9:50 AM
1

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالي په شخترې سیمه کې د بدیع الاباد کانال د جوړېدو چارې د 350 زره آمریکایي ډالرو په لګښت د لغمان د والي محترم شیخ شیراحمد حقاني، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د ایف، اې، او موسسې د مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

نوموړی کانال د اووه کیلو متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې چارې به یې د اته میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه کانال چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې 4زره جریبه ځمکه خړوبه شي.

User account menu