لوګر ولایت ولایت کې د پادخواب شانه او الیاس خان بابا د کاریزونو د پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي او ورسره مل ټیم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د پادخواب شانه او الیاس خان بابا د کاریزونو د پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړو کاریزونو پاکاري د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
