د سلما بند د اوبو د وېش له بهیر څخه څارنه وشوه
د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او محترم مولوي سردار عزیزي، د لاندني هریرود- سیندیزې فرعي حوزې رئيس د زنده جان، غوریان او کهسان ولسوالیو ته د سلما بند د اوبو د وېش له بهیر څخه څارنه وکړه.
همدارنګه نوموړو رئيسانو د کهسان ا و غوریان د کانالونو له سربندونو څخه لیدنه وکړه او کروندګرو ته یې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.