د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1403 لمریز کال د د لړم له 23 نېټې څخه تر 24 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، کابل، شمال او پنج آمو) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړې توګه د (بادغیس، غور، هرات، فراه، دایکندی، غزنی، پنجشیر، غوربند، کنر، لغمان، لوگر، میدان وردک، پکتیا، خوست، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنگان، بغلان، تالقان او فیض آباد) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سېلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

Latest announcements

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Sat, Jul 23 2022 8:26 PM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan: Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by Ministry of Water and Energy...

Back to announcements

User account menu