هلمند ولایت کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې پيل شوې

mew-admin
Sat, Nov 16 2024 9:59 AM
1

د هلمند ولایت د باغران ولسوالی په دیوانه کلي کې د اوبو ذخیره کولو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې د ۴ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت پيل شوې.

دغه بند د ۹۵ مترو په اوږدوالي او د  ۵ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۸۵۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا  به ولري.

د نوموړي بند چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د هلمند د سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د شپږو اونیو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu